Book Name:Janwaron Par Reham Kijiye
فرمَانِ مُصطَفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم: اَلنِّیَّۃُ الْحَسَنَۃُ تُدْخِلُ صَاحِبَہَا الْجَنّۃَ يعنې ښه نِيَّت بنده جَنَّت ته داخلوي.[1]
اے عاشقانِ رَسُول! د هر نيك او جائز كار نه مخكښې د ښه ښه نِيَّتونو كولو عادت جوړ كړئ چې هغه نِيَّت بنده جنَّت ته داخلوي. د بيان اوريدلو نه مخكښې ښه ښه نِيَّتونه اوكړئ: مَثَلاً نِيَّت اوکړئ چې* د علمِ دِين زده كولو د پاره به پوره بيان اورم * چې څومره كيدے شو د عِلمِ دِين د تعظيم [يعني ادب] په نِيَّت به بااَدبه كښينم * د خپلے اصلاح د پاره به پوره بيان اورم * څه چې واورم پخپله به پرې د عمل كولو او نورو د د رَسَولو كوشش كووم * كه قلم كاغذ درسره وي نو د اهمو نكاتو نوټ كولو نِيَّت هم اوكړئ.
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیْب! صَلَّی اللہُ تَعَالٰی عَلٰی مُحَمَّد
اے عاشقانِ رسول! اوس چې کومې ورځې مونږ تيروو يعني 8، 9، 10 ذي الحج او په دې پسې د 11 نه 13 ذي الحج پورې، دا ډيرې اهمې او فضيلت والا ورځې دي.
* د الله پاک نبي حضرت ابراهيم خليلُ الله عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام چې په کومه