Janwaron Par Reham Kijiye

Book Name:Janwaron Par Reham Kijiye

تر ډيرې مودې پورې هغه دغه حالت کښې وو، يو ځل هغه په يو ځائے تيريدلو، هغه په يوه ونه کښې د کرکوړې جاله اوليده، ناڅاپه د هغه جالې نه د کرکوړې يو بچے په زمکه را پريوتو، د هغه کَس پرې ډير رحم راغلو او هغه کَس بچے را اوچت کړو او بيرته ئې په جاله کښې کيښودو. بس د دې رحم په برکت په هغه کرم اوشو او د هغه ذهني توازُن بيرته په ځائے شو.[1]

سُبْحٰنَ اللہ! پته اولګيده! په ځناورو د رحم کولو سره الله پاک رحم کوي! بهر حال! د قربانئ کولو په وخت د دې خبرې خاص خيال ساتل پکار دي چې د يو څاروي په مخکښې بل څاروے هيڅ کله هم حلال نکړے شي بلکه چې کوم څاروے حلالول وي، هغه يو طرف ته بيل کړئ او هلته ئې حلال کړئ.

(3): د حلالولو د پاره ئې په نرمئ سره بوځئ!

       په حلالې د رَحم کولو يو صورت دا هم دے چې څاروے رانښکودے شي، بلکه د حلالولو د پاره ډير په نرمئ سره بوتلے شي. حضرت ابو سعيد خدري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: خوږ نبـي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د يو کَس په خوا تيريدلو، هغه چيلئ (بيزه) د غوږ نه نيولې وه او په ځان پسې


 

 



[1]...جامع العلوم و الحكم ،صفحہ:164۔