Book Name:Janwaron Par Reham Kijiye
مچ خپل ضرورت پوره کړي. بس په مچ باندې د کړي هغه رحم په وجه الله پاک زه اوبخښلم.[1]
امام شعراني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: يو ځل زما ښځه سخته ناروغه وه، تر دې پورې چې د هغې حالت کتلو سره د کور خلقو دا ګنړله چې بس د هغې آخري وخت دے، زه هم ډير پريشانه ووم، دغه وخت ما ته يو غيبي آواز اوشو چې په فلاني سوړه کښې يو مچ دے، هغه يو لوئ مچ ګير کړے دے، ته هغه مچ خلاص کړه، ستا ښځې ته به شِفا ورکړو. امام شعراني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: زه سمدستي پاڅيدم، سوړې ته نزدې شوم، اومې کتل ډيره تنګه سوړه وه، ما يو ډَکے سوړې ته وردننه کړو، واقعي هلته يو مچ وو کوم چې بل غټ مچ په خُله کښې ګير کړے وو، څنګه چې ما مچ راخلاص کړو فوراً الله پاک زما ښځې له شِفا ورکړه.[2]
سُبْحٰنَ اللہ! الله پاک دې مونږ ټولو ته رحم دِلي نصيب کړي، کاش! چې مونږه د الله پاک د مخلوق احترام اوکړو، د هر يو سره خير ښيګړه كوونكي جوړ شو. اٰمِیْن بِجَاہِ النَّبِیِّ الْاَمِیْن صَلَّی اللہ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلہٖ وَسَلَّم