Book Name:Janwaron Par Reham Kijiye
فرمائي: په مخلوقاتو کښې چې هر يو پخپله خپل حق کښې څومره رحم دِله وي، د هغه په حق کښې د هغې نه هم زيات رحم دِل کيدل د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وراثت دے.[1]
اللهُ اَکبر! اے عاشقانِ رسول! د اِسلام ښکلا اوګورئ! اِسلام صرف مونږ ته د رحم دِلئ تعليم نه راکوي بلکه اِسلام دا وائي چې د الله پاک مخلوق چې پخپله په خپل حق کښې څومره رحم دله دي، تاسو د هغې نه زيات په هغې رحم دِله شئ!
حضرت علـي خَوَّاص رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير لوئي ولـئ کامل وو، د هغوئي په کور کښې به ميږي په نظر نه راتله، د هغوئي مبارک انداز وو چې هغوئي به د خپل کور د وړو وړو سوړو مخې ته خوراک او د ډوډئ وړې وړې ټكړې ايښودې او فرمائيل به ئې: چې ميږي کله اوږي شي نو مجبوراً د رِزق په لټون کښې د خپلو سوړو نه بهر راووځي، بيا کله د چا د ښپو د لاندې راشي يا ئې يو ځناور په ښپو اوچقوي، دغه شان دوئي مړه شي، زه د مخکښې نه د ميږو په سوړو کښې ډوډئ وغيره ګږدم چې دغه شان دوئي ته د بهر وتلو ضرورت پيښ نه شي، د دوئي په کور کښې دوئي ته خوراک