Janwaron Par Reham Kijiye

Book Name:Janwaron Par Reham Kijiye

بلکه د رحم دِلئ په وجه د اوښکو بَهيَولو دے، د هغه څاروي خوش قسمتي ده چې هغه د الله په نوم قربانيږي، د هغه په خوش قسمتئ د رَشک کولو وخت دے.

(2): د يو په مخکښې بل مه حلالوئ!

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د حلالې (څاروي) سره د ښيګړې کولو يو شکل دا هم دے چې د يو څاروي په مخکښې بل څاروے حلال نه کړے شي. خاص طور د مور په مخکښې د هغې بچے يا د بچي په مخکښې د هغه مور خو بالکل مه حلالوئ!

ذِهني توازُن ئې تللو...!!

منقول دي: يو کَس وو، هغه څخے د هغې د مور په مخکښې کښې حلال کړو، ظاهره ده چې د هغې مور ته به تکليف رسيدلے وي خو بے زبانه څاروے خپل غم چا ته بيان کړي؟ د هغوئي څوک اوري؟ الله پاک! کوم چې رَبُّ الْعٰلَمِيْن دے، څاروي د هغه په دربار کښې عَرض کوي، هغه دے چې د ټولو اوري، کيدے شي چې د هغه څخي مور هم د الله پاک په دربار کښې فرياد کړے وي، هغه سړي چې څنګه څخے د هغې د مور په مخکښې حلال کړو نو د هغې سپيروالے دا شو چې د هغه سړي عقل په تللو شو، د هغه ذهني توازُن لاړو (يعني ليونے شو).