Janwaron Par Reham Kijiye

Book Name:Janwaron Par Reham Kijiye

هغه وخت چې حضرت جبرائيلِ امين عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام څه اولوستل، حضرت ابراهيم عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام چې څه اولوستل، حضرت اسماعيل عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام چې څه اولوستل، هغه يو ځائے کړے شو، هغې ته تکبيرِ تشريق وئيلے شي: اَللّٰہُ اَکْبَرُ اَللّٰہ ُ اَکْبَرُ  لَآ اِلٰہَ اِلَّا اللّٰہُ وَاللّٰہُ اَکْبَرُ  اَللّٰہُ  اَکْبَرُ وَلِلّٰہِ الْحَمْد.[1]

کاش! چې مونږه خپل دا انداز جوړ کړو چې د هر لمونځ نه پس سترګې پټې کړو، د حضرت ابراهيم عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام او حضرت اسماعيل عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام د قربانئ خيال په زړه کښې راولو او تکبيرِ تشريق اولولو، اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیْم! د تکبير لوستلو مزه به يو په دوه شي. الله پاک دې مونږ له توفيق راکړي.

اٰمِیْن بِجَاہِ النَّبِیِّ الْاَمِیْن صَلَّی اللہ تَعَالٰی عَلَیْہِ وَاٰلہٖ وَسَلَّم

اَیَّامِ تشریق د ذِکرُ اللہ ورځې دي

اے عاشقانِ رسول! د 10 ذي الحج (يعني د غټ اختر د وړومبئ ورځې) نه د 13 ذي الحج پورې، يعني په دې څلورو ورځو کښې روژې نيول شرعاً منع دي، د الله پاک آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: اَلَا وَاِنَّ هٰذِهِ الْاَيَّامَ اَيَّامُ اَكْلٍ وَّشُرْبٍ وَّذِكْرِ اللّٰهِ  واورئ! بيشکه دا ورځې د خوراک څښاک او د ذِکرُ الله ورځې دي.[2]

حکيم الاُمت حضرت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې حديثِ


 

 



[1]... مرآۃ المناجیح،جلد:2،صفحہ: 88 مفہوماً۔

[2]... مسلم ، کتاب الصیام ، باب تحریم صوم ایام التشریق ، صفحہ:412، حدیث :1141۔