Book Name:Janwaron Par Reham Kijiye
د دواړو جهانونو سردار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د يو کَس په خوا تيريدلو، هغه چيلئ (بيزه) راڅملولې وه، د هغې په مرئ ئې ښپه ايښودې وه او چاړه ئې تيره کوله، بيزې هغه ته کتل، هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: آيا تا مخکښې داسې نشو کولے؟ آيا ته دا څو څو ځله وژل غواړې؟ د دې د راڅملولو نه مخکښې دې چاړه ولې نه تيره کوله؟[1]
شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ څاروي ته د آرام رسولو د پاره ځينې صورتونه بيانوي او فرمائي: * د غوا وغيره راغورزولو نه مخکښې دې د قبلې تَعَيُّن دې اوکړے شي، د څملولو نه پس خاص طور په کانړو کښې د راښکلو سره مخ قبلې ته اړول بے زبانه څاروي ته سخت تکليف ورکول دي * د حلالولو په وخت دومره ئې مه کټ کوئ چې چاړه د مرئ هډوکي ته اورسي چې دا بے وجه تکليف دے * تر څو چې څاروے پوره يخ شوے نه وي تر هغه وخته پورې ئې ښپې مه کټ کوئ او مه ترې څرمن اوباسئ * د حلالولو نه پس تر څو چې ترې روح نه وي وتے، تر هغه وخته پورې ئې د مرئ سره چاړه مه لګوئ، مه ورله لاس ور وړئ * بعضې قَصَّابان د زر يخولو د پاره د حلالولو نه پس د ترپکو