Talib e Ilm e Deen Par Karam Ho Gaya

Book Name:Talib e Ilm e Deen Par Karam Ho Gaya

د علمِ دين نه زيات نور عظمت نشته

      سُبْـحٰـنَ  الـلّٰـه! خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! غور اوكړئ! د طالِبِ علمِ دين څومره اوچت شان دے، د طالِبِ علمِ دين د پاره د جنَّت لاره اسانيږي، د طالِبِ علمِ دين د پاره فرښتې خپلې وزرې خوروي، د طالِبِ علمِ دين د پاره د زمكې او اسمان ټول مخلوق، فرښتې، ونې، ځناور او مرغئ، تردې پورې چې د اوبو مهيان هم د بخښنې دُعا كوي او د ټولو نه اهم فضيلت ئې دا دے چې علمائے دين د انبيائے كرام عَلَيْهِمُ السَّلام وارثان دي.

      حُجَّةُ الْاِسْلام اِمام محمد بِن محمد غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: څنګه چې د نَبُوَّت نه اوچته مرتبه نشته، دغه شان د نَبُوَّت د ميراث (يعني علمِ دين) نه زيات بل عظمت نشته.[1]

(5) د عُلماؤ فضيلت داسې دے لكه....!!

      د ترمذي شريف په حديثِ پاك كښې دي، حضرت ابُواُمامه باهَلـي رَضِیَ اللهُ عَنْهُ فرمائي: د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمتِ اقدس كښې د يو عبادت ګزار او د يو عالِم ذِكر اوشو، په دې باندې خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: فَضْلُ العَالِمِ عَلَى العَابِدِ كَفَضْلِـىْ عَلَى اَدْنَاكُمْ يعني د عالِم


 

 



[1]...احیاءُالعلوم مترجم، جلد:1، صفحہ:45۔