Book Name:Talib e Ilm e Deen Par Karam Ho Gaya
په نِزد ښكلا ده * الله پاك د علم په ذريعه قومونه اوچتوي * الله پاك د علم په ذريعه د قومونو اِمام جوړوي، بيا د هغوئي پيروي كيږي * د علماء رائے آخري حرف ګنړلے كيږي * فرښتې د عُلماؤ په دوستئ كښې رغبت كوي * د علماؤ د پاره هر اوچ او لوند، تردې پورې چې د سمندر مهيان او د اوچې ځناور، ټول د بخښنې دُعاګانے غواړي * علم د زړه ژوند دے * علم په تياره كښې د سترګو نُور دے * د علم په ذريعه بنده د اوليائے كرامو منزلونه مومي * علم د عمل اِمام دے * عمل د علم تابِع دے * د خوش نصيبه خلقو په زړه كښې علم ايښودے كيږي * او بدبخته د علم نه محرومه كيږي.[1]
(7) د علماؤ د پاره د رزق غيبـي انتِظام
زمونږ خوږ آقا مكـي مدني مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: كوم بنده چې د دِين پوهه حاصلوي، الله پاك د هغه د غمونو او پريشانو له كافي كيږي او هغه ته د داسې ځائ نه رزق عطا كوي چرته چې د هغه ګمان هم نه وي.[2]