Book Name:Talib e Ilm e Deen Par Karam Ho Gaya
فَرِیْضَةٌ عَلیٰ کُلِّ مُسْلِمٍ وَ اِنَّ طَالِبَ الْعِلْمِ یَستَغْفِرُ لَہٗ کُلُّ شَیْءٍ حَتَّی الْحِیْتَانُ فِی الْبَحْرِ علمِ دين زده كول په هر مسلمان باندې فرض دے او (د دِين) د طالبِ علم د پاره هر څيز تر دې پورې چې په سمندر كښې مهيان هم د بخښنې دُعا كوي.[1]
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د علمِ دين زده كولو څومره عظيم بركتونه دي چې د دين طالبِ علم په خپل كارونو كښې مشغول وي، علم زده كوي، ديني كتابونه لولي، قرآني آيتونه او احاديث يادوي او د دُنيا هر څيز تردې پورې چې د سمندر مهيان هم د هغه د پاره د بخښنې دُعا كوي. دا څومره خوش قسمتي ده....!! سُبْـحٰـنَ الـلّٰـه!
اے عاشِقانِ رسول! اوس مونږه چې كوم حديثِ پاك واوريدلو، په هغې اوفرمائيل شو چې علم حاصلول په هر مسلمان باندې فرض دے. په دې حديثِ پاك كښې كوم عِلم مراد دے؟ د دې په وضاحت كښې شيخِ طريقت، اَمِیرِ اهلسنّت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ فرمائي: د دې حديثِ پاك نه د سكول او كالج مُرَوَّجه دُنياوي تعليم مراد نه دے بلكه ضروري ديني علم مراد دے لِهٰذا * د ټولو نه اوَّل اسلامي عقائد زده كول فرض دى