Book Name:Talib e Ilm e Deen Par Karam Ho Gaya
د دې نه اوچته د مُتَّقـي پرهيزګار درجه ده * د مُتَّقـي پرهيزګار نه اوچته د وَلي درجه ده * د عامو اولياء نه اوچته درجه د اَوتاد ده * د اَوتاد نه اوچته د ابدال درجه ده * د د ابدال نه اوچته د قُـطْـبْ درجه ده * د قُـطْـبْ نه بره د قُـطْـبُ الْاَقْطاب درجه ده * د قُـطْـبُ الْاَقْطاب نه اوچته د غوث درجه ده * د غوث نه اوچته د غَوْثُ الْاَعْظَمْ درجه ده * بيا دغه شان د ولايت درجے دي * د ولايت په دې ټولو درجو كښې اوچته درجه د صحابـي ده * په صحابۀ كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان كښې اوچته درجه د اَنصاري صحابۀ كرامو ده * د اَنصارو نه بره د مُهاجرينو درجه ده * په مهاجرينو كښې د ټولو نه اوچته درجه د صِدِّيق ده * د صِدِّيق نه بره د نبـي درجه ده * د نبـي نه بره د رسول * د رسول نه بره اَنْبِيَائے اُوْلُو الْعَزم * په اَنْبِيَائے اُوْلُو الْعَزم كښې اوچته درجه د حضرت اِبراهيم خليلُ الله عَلَيْهِ السَّلام درجه ده * د حضرت اِبراهيم خليلُ الله عَلَيْهِ السَّلام اوچته د خاتَمُ النَّبِیِّیْن، رَحْمَۃُلِّلْعَالَمِیْن، حبیبِ رَبُّ الْعَالَمِیْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم درجه ده. ([1])
اَلـلّٰـهُ اَكْـبَـرْ! اے عاشِقانِ رسول! غور اوكړئ! دا صرف يو اجمالي بيان دے، په حقيقت كښې د الله پاك د خوږ حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مقام و