Book Name:Talib e Ilm e Deen Par Karam Ho Gaya
جامعاتُ المَدينه كښې امتحانات د كنزُ المَدارس بورډ تحت اخستے كيږي او د ايم. اے اسلاميات ډګري هم وركړے كيږي.
په جامعةُ المَدينه كښې داخلے جاري دي، په جامعةُ المَدينه كښې داخله واخلئ! خپل ماشومان هلكان او جينكئ داخلې كړئ! د خپلو خپلوانو او دوستانو ذِهن جوړ كړئ! هغوئي هم په جامعةُ المَدينه كښې داخل كړئ! په علمِ دين زده كولو او د دِين په خدمت كښې مصروف شئ! الله پاك دې مونږ ټول باعمله عالِمِ دين جوړ كړي او د نورو عالِم جوړولو توفيق دې راكړي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
12 ديني كارونو كښې يو ديني كار ”مدني مذاكره“
اے عاشِقانِ رسول! علمِ دين زده كولويوه آسانه ذريعه ”مدني مذاكره“ هم ده. اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ! شيخِ طريقت، رهبَرِ شريعت، اَمِيرِ اَهلِسُنَّت، حضرت علامه مولانا ابوبلال محمد الياس عطار قادري رضوي دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ هره هفته د اتوار په شپه په مدني چينل باندې براهِ راست (Live) مدني مذاكره فرمائي، د ټولې دُنيا عاشقانِ رسول د ديني او دُنياوي مشكلاتو د حل د پاره د هغوئي په خدمت كښې سوالونه كوي او هغوئي د علم و حكمت نه ډك جوابونه وركوي. هفته واره مدَني مذاكره د ذيلي حلقے په 12 ديني كارونو كښې يو ديني كار هم دے. د دُنيا او آخرت بهترئ موندلو، د اوليائے كرامو