Book Name:Talib e Ilm e Deen Par Karam Ho Gaya
عطا كړم د كوم څيز چې تاسو خواهش اوكړئ او د چا چا چې تاسو شفاعت اوكړئ، زه به ستاسو شفاعت قبول كړم.
عَلَّامه اِبنِ بَطَّال رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې ايمان افروزې واقعې ليكلو نه پس فرمائي: دا ټول فضائل د هغوئي د پاره دي كوم چې صرف او صرف د الله پاك د رِضا د پاره علمِ دين زده كوي او په خپل عِلم باندې عمل هم كوي. [1]
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
اے ربه! د عِلم د شمعې سره دې زما محبت وي
اے عاشِقانِ رسول! تاسو اوليدل! خوش نصيبه طالِبِ علم ته د علمِ دين د پاره كور پريښودلو، ښه په اِخلاص او محنت سره علمِ دين حاصلولو كښې مشغوله اوسيدو څومره بركتونه نصيب شو، الله پاك دې مونږ ته په نيكو خلقو باندې رشك كول نصيب كړې! لږ تَصَوُّر خو اوكړئ! دا ځلمے څومره خوش قسمته وو، ده د علمِ دين د پاره خپل كور پريښودو، د مور و پلار او خپلو خپلوانو نه ئې جُدائي اختيار كړه، د مُلكِ شام نه مدينے مُنَوَّرې ته حاضر شو، د علمِ دين زده كولو په دوران كښې وفات شو نو اِنعام ورته دا ميلاو شو چې د وخت لوئ لوئ علمائے كرام د هغه په جنازه