Talib e Ilm e Deen Par Karam Ho Gaya

Book Name:Talib e Ilm e Deen Par Karam Ho Gaya

شيطان د طالِبِ علمِ دِين د ټولو نه غټ دُښمن دے

      د مكتبةُ المَدينه كتاب ”ملفوظاتِ اعلٰـى حضرت“ كښې دي: د مازديګر لمَانځه نه پس ټول شياطين په سمندر باندې جمع كيږي، د ابليس تخت لګي، د شياطينو كارګزاري پيش كيږي، څوك وائي: په هغه مې دومره شراب اوڅښل، څوك وائي: په هغه مې دومره بدكارئ اوكړې (شيطان) د ټولو واوريدل. يو شيطان پكښې اووئيل: ما نن فلانے طالِبِ علمِ (دين) د لوستلو نه منع كړو. (شيطان) د دې په اوريدلو د تخت نه را ټوپ كړه او هغه ته ورغاړه ورغلو او اوئې وئيل: اَنْتَ اَنْتَ (يعني) تا (زبردست) كار كړے دے. باقي شياطينو چې دا اوليدل نو اوسوزيدل چې هغوئي غټ غټ كارونه كړي دي، هغوئي ته ئې څه اونه وئيل او دې (شيطان) ته (طالبِ علمِ دين ته صرف په يوه چهټئ كولو باندې) دومره شاباش وركړو! ابليس اووئيل: تاسو نه پوهيږئ څه چې تاسو كړي دي ټول د دې (علمِ دين لوستلو نه د منع كوونكي) كار دے. كه (ديني) علم وے نو هغوئي (خلقو) به ګناه نه كولے.[1]

       خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! معلومه شوه د شيطان د ټولو نه لوئ هدف مسلمانان د علمِ دين نه منع كول دي كه مسلمان د علمِ دِين نه


 

 



[1]...ملفوظاتِ اعلیٰ حضرت، صفحہ:356۔