Book Name:Talib e Ilm e Deen Par Karam Ho Gaya
مرتبه څه ده، دا خو هډو څوك معلومولے نه شي، صرف اجمالي طور دا درجے اوليدے شي نو زمونږ د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په يو ادنٰى اُمَّتـي باندې څومره درجے فضيلت لري، اوس حديثِ پاك واورئ! ارشاد فرمائي: يو عالِمِ دين په عبادت ګزار مسلمان باندې داسې فضيلت لري څنګه چې زما فضيلت په ادنٰى اُمَّتـي باندې دے.
دا د عُلمائے كرامو شان دے....!! الله پاك دې مونږ ټولو ته باعمله عالِمِ دِين جوړولو توفيق را نصيب كړې. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
د حضرت ابُو اُمامه باهَلـي رَضِیَ اللهُ عَنْهُ نه روايت دے چې رسُولُ الله فرمائي: علم حاصل كړئ! ځكه چې * د الله پاك د رضا د پاره علم زده كول د الله نه ويره ده * د علم لټون عبادت دے * د علم تكرار كول (يعني سبق يادولو د پاره بار بار لوستل) تسبيح ده * بے علم ته علم زده كول صدقه ده * علم د هغې په اهل باندې خرچ كول نيكي ده * علم د حلال و حرام پيژندلو ذريعه ده * علم د جنَّتيانو د لارې نښه ده * علم د راحت سبب دے * علم د لارې ملګرے دے * علم د تنهائې [يعني يواځې كيدو] ملګرے دے * علم په تنګدستئ او خوشحالئ كښې رهنما دے * علم د دُښمنانو په مُقابَله كښې وسله ده * علم د دوستانو