Talib e Ilm e Deen Par Karam Ho Gaya

Book Name:Talib e Ilm e Deen Par Karam Ho Gaya

پاره زه تا ته يوه واقعه بيانووم: يو ځل د ملكِ شام نه ستا په عمر يو ځلمے مدينے مُنَوَّرې ته د علمِ دِين زده كولو د پاره راغلو، هغه به زمونږ سره علم حاصلولو، د طالبِ علمئ په دوران كښې وفات شو، ما د هغه ځلمي د جنازے په شان بله جنازه نه ده ليدلي، د مدينے مُنَوَّرې يو عالم، يو طالبِ علم داسې نه وو چې د هغه په جنازه كښې شريك شوے نه وو [يعني ټول په جنازه كښې حاضر وو]. د هغه وخت اوچت عالِمِ دين حضرت ربيعه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د هغه د جنازے لمُونځ اِمامتي اوكړه. بيا حضرت ربيعه، حضرت زيد بِن اسلم، حضرت يحيٰى بِن سعيد او حضرت اِبنِ شهاب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهِم (يعني د دغه وخت لويو لويو علمائے كرامو) هغه قبر ته كوز كړو.

     د دې خوش نصيبه طالبِ علم د وفات نه درے ورځے پس يو كس هغه په خوب كښې اوليدلو، څه ګوري چې يو ښكلے ښائسته ځلمے دے، سپين لباس ئې اغوستے دے، شنه عِمامه ئې په سر ده او په يو ښكلي اس باندې ناست د اسمان نه را كوزيږي، خوب ليدونكي د هغه دا مقام و مرتبه چې اوليدله نو په حيرانتيا سره ئې تپوس اوكړو: اے ځلميه! ته دے مقام ته څنګه اورسيدے؟ ځلمي اووئيل: زه خپل علمِ دين دې ځائ ته را اُورَسَوَلم، د علم هر باب كوم چې ما زده كړے وو، الله پاك د هر باب په بدله كښې ما ته په جنَّت كښې يوه درجه را عطا كړه. بيا د علمِ دين په