Book Name:Talib e Ilm e Deen Par Karam Ho Gaya
منع شي نو د هغه به د ګناهونو نه بچ كيدل ډير ګران وي، په دې وجه مونږ له پكار دي چې علمِ دِين حاصل كړو، په دې كښې هيڅ قِسمه سُستي اونكړو.
الله پاك دې مونږ ټولو ته د علمِ دِين سره مينه او محبت را نصيب كړې.
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
دعوتِ اسلامي او د علمِ دِين خورول
اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰہ! د عاشقانِ رسول ديني تحريك دعوتِ اسلامي د علمِ دِين نُور په ټوله دُنيا كښې خورولو كښې مصروف دے.
د دعوتِ اسلامي په نګرانئ كښې په ملك او بهر ملكونو كښې په زرګونو جامعات چليږي، چرته چې اسلامي ورونړو او اسلامي خويندو ته په جدا جدا كيمپسو [يعني عمارتونو] كښې درسِ نظامي (يعني عالم او عالمَه كورس) ښودلے كيږي. اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰہ! په جامعةُ المَدينه كښې عِلمِ تفسیر و اُصُولِ تفسیر، عِلمِ حدیث و اُصُولِ حدیث، عِلمِ فقه و اُصُولِ فقه، عِلمِ کلام، مختلف عُلُومِ لغت مثلاً عِلمِ نحو، عِلمِ صرف، عِلمِ بیان، عِلمِ بدیع، عِلمِ معانی وغیرہ تقریباً 15 عُلُوم و فُنون ښودلے كيږي، اوس خو د الله پاك په فضل و كرم او د هغه د خوږ حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په مهربانئ سره د دعوتِ اسلامي خپل تعليمي بورډ كنزُ المَدارس هم جوړ شوے دے. په