Book Name:Talib e Ilm e Deen Par Karam Ho Gaya
اوئې فرمائيل: د تجارت نه علاوه (په دمشق كښې) ستا نور څه كار وي د كوم د پاره چې ته راغلے ئې؟ عرض ئې اوكړو: نه (زه خو صرف د رسُولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم حديث زده كولو د پاره د دومره لرې نه حاضر شوے يم، د دې نه علاوه زما څه بل مقصد نشته). په دې باندې حضرت ابُو درداء رَضِیَ اللهُ عَنْهُ د طالبِ علمِ دين فضائل بيانولو سره اوفرمائيل: ما د الله پاك آخري نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه دا فرامين اوريدلي دي: * څوك چې د علمِ (دين) زده كولو د پاره په لار روان شي، الله د هغه د پاره د جنَّت لاره آسانوي * بيشكه فرښتې د طالبِ علمِ (دين) نه خوشحاليږي او د هغه د پاره خپلې وزرې خوروي * بيشكه د زمكې او اسمانونو ټول مخلوق، تردې پورې چې د اوبو مهيان هم د طالبِ علمِ (دين) د پاره د بخښنې دُعا كوي * بيشكه د عالِم فضيلت په عبادت كوونكي باندې داسې دے لكه د څوارلسمې سپوږمئ فضيلت په ستورو باندې دے * بيشكه عُلماء د انبياء وارثان دي، بيشكه انبيائے كرام عَلَيْهِمُ السَّلام په ميراث كښې درهم و دينار (يعني مال و دولت) نه پريږ دي، انبيائے كرام عَلَيْهِمُ السَّلام خو په ميراث كښې صرف علم پريږ دي، پس چا چې علمِ (دِين) حاصل كړو، هغه غټه حِصَّه حاصله كړه.[1]