Zoq e Ramzan Barqarar Rakhy

Book Name:Zoq e Ramzan Barqarar Rakhy

وَ هُوَ الَّذِیْ یَقْبَلُ التَّوْبَةَ عَنْ عِبَادِهٖ وَ یَعْفُوْا عَنِ السَّیِّاٰتِ  (پارہ:25، سورۂ شُوریٰ:25)

[مفهوم] ترجمۀ کَنْز الايمان: او هغه دے څوک چې د خپلو بندګانو توبه قبلوي او ګناهونه مُعاف كوي.

     هغه ځلمي د دې آيت په اوريدلو يوه تيزه چغه اوويستله او اوئې وئيل: زه ډير خوش قِسمته يم چې د الله پاك احسان ماته را رسيدلے دے خو د دې باوُجود ما نافرمانئ زياتې كړې او غلطه لاره مې پري نښوده. آيا د تير شوي وخت په ځائ به بل وخت وي چې په هغې كښې الله پاك مُعافـي اوفرمائي؟ بيا ئې بله چغه اوويستله او د هغه رُوح د بدن نه جُدا شو (يعني هغه ځلمے وفات شو)

       عَلَّامه حَرِيْفَيشْ رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې ژړوونكي حكايت ليكلو نه پس فرمائي: زما ورونړو! د رَمَضَانُ المُبارَك مياشت په جدائې ولے نه چې ژړا اوكړے شي...!! د مُعافئ او مغفِرت دا مباركه مياشت رخصتيږي، په دې باندې ولے نه چې افسوس اوكړے شي! د دې مياشتې په جدائې باندې ولے نه چې غم اوكړے شي چې په دې كښې ګنهګارانو ته د دوزخ نه آزادي نصيب كيږي! [1] 

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد


 

 



[1]...الروض الفائق ، صفحہ:45۔