Book Name:Zoq e Ramzan Barqarar Rakhy
عرض اوكړو: اے د الله پاك نبـي عَلَيْهِ السَّلام! د كله نه چې زه خبر شوے يم چې د دوزخ خشاك انسانان او كانړي دي، تر هغه وخت نه زه د الله پاک د ويرې نه ژاړم، [اے د الله نبـي عَلَيْهِ السَّلام] تاسو چې كومې اوبه زما نه په وتلو وينئ، دا اوبه نه دي بلكه زما اوښكې دي، د كانړي دا دردمندې خبرې چې ئې واوريدلې نو د الله پاك د نبـي عَلَيْهِ السَّلام [په هغه كانړي باندې] رحم راغے، هغوئي عَلَيْهِ السَّلام لاس اوچت كړل، د الله پاك په بارګاه كښې ئې دُعا اوكړه: يا الـلّٰـه پاكه! دا كانړے د دوزخ د اور نه بچ كړې. الله پاك د هغوئي دُعا قبوله كړه او فورًا ئې وحي رااوليږله چې مونږه هغه كانړے د دوزخ د اور نه آزاد كړو. د الله پاك نبـي عَلَيْهِ السَّلام كانړي ته زيرے واورولو او مخكښې ئې تشريف يوړلو، كله چې بيرته راغلو نو اوئې ليدل چې د كانړي نه اوس هم اوبه روانې دي، د الله پاك نبـي عَلَيْهِ السَّلام ترې تپوس اوكړو: تاته خو د دوزخ نه د آزادئ زيرے ميلاؤ شوے دے، څه مُعامَله ده؟ اوس ولے ژاړې؟ كانړي عرض اوكړو: ذٰلِکَ کَانَ بُکَاءَ الْخَوْفِ وَ هٰذَا بُکَاءُ الشُّکْرِ يعني مخكښې مې د خوفِ خُدا په وجه اوښكې روانې وې او اوس د شكرانے اوښكې بَهيووم. [1]