Zoq e Ramzan Barqarar Rakhy

Book Name:Zoq e Ramzan Barqarar Rakhy

نصيب شو، بس د دې ټولو څيزونو په ما داسې اثر اوشو چې په زړه کښې مې انقلاب راغلو، ما د ګناهونو نه رښتيني او پخه توبه اوکړه، شراب څښل مې پريښودل، لمُونځونه کول مې شروع کړل او د مور او پلار فرمانبرداره جوړ شوم، اَلْحَمْدُ لِلّٰه! د مَدَني قافلے په بَرَكت مې ګِيره پريښوده، د عِمامے شريفې تاج مې په سر کړو، اوس زه په يو جُمات کښې مُـؤَذِّن يم او اَلْحَمْدُ لِلّٰه پينځه وخته لـمونځ د جَمعې سره د ادا کولو سعادت حاصلووم۔

د روژې په حالت كښې د قے  كولو احكام

    اے عاشِقانِ رسول! که د روژې په حالت كښې پخپله هر څومره قے (يعني اُلټئ) اوشي (خواه بالټے ډك ولې نه شي) د دې سره روژه نه ماتيږي * كه روژه ورته ياده وي او په قَصد ئې اُلټئ اوكړې، كه په ډكه خُله وې نو اوس روژه ماته شوه * قصداً په ډكه خُله اُلټو كولو سره به په هغه صورت كښې روژه ماتيږي چې په اُلټو كښې خوراك يا اوبه يا تروے اوبه يا وينه راشي  * كه په ډكه خُله اُلټو كولو كښې صرف بلغم راغله نو روژه نه ماتيږي * په قصد ئې اُلټئ اوكړې خو لږې،  په ډكه خُله رانغلې نو اوس روژه ماته نشوه * د ډكې خُلے نه لږې اُلټئ اوشوې او د خُلې نه