Zoq e Ramzan Barqarar Rakhy

Book Name:Zoq e Ramzan Barqarar Rakhy

سعادت نصيب شي، زمونږ نه چرې هم لمونځ قضا نه شي، د تلاوتِ قرآن شوق هم مونږ کښې پاتې شي، الله پاك دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا كړي.

اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

شُكر څه ته وائي؟

      د اِمامُ الطَّائِفَه (يعني د اوليائے كرامو امام) حضرت جُنيد بَغدادي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه عمر مبارك اووه كاله وو، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به د حضرت سِرِّى سقطـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خدمت كښې اوسيدلو، يوه ورځ حضرت سِرِّى سقطـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه تشريف فرما وو، نور خلق هم حاضر وو، د شُكر په باره كښې خبره روانه وه، حضرت سِرِّى سقطـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه حضرت جُنيد بَغدادي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته اوفرمائيل: بچيه! ته اووايه! شُكر څه دے؟ حضرت جُنيد بَغدادي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه عرض اوكړو: اَنْ لَّا تَعْصِی اللّٰہَ بِنِعْمَۃٍ يعني د نعمَت په بدله كښې د الله پاك نافرماني نه كول شُكر دے.[1]

     معلومه شوه چې اصل شُكر خو دا دے چې انسان ته نِعمَت ميلاؤ شي نو په ګناهونو كښې د مصروف كيدلو په ځائ د الله پاك فرمانبرداره جوړ شي.


 

 



[1]...رسالہ قشيریہ ،کتاب الشکر ، صفحہ:212۔