Book Name:Zoq e Ramzan Barqarar Rakhy
الله پاك دې مونږ ته د رَمَضَانُ المُبارَك د مياشتې په نعمتونو باندې د ډير ډير شكرا ادا كولو، د رَمَضَانُ المُبارَك نه پس د رَمَضَانُ المُبارَك ذوق برقرار ساتلو او د نيكو نه ډك ژوند تيرولو توفيق را عطا كړي. اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
د نيكانو خلقو يوه دُعا
الله پاك په قرآنِ كريم كښې د عقلمندو او نيكانو خلقو يوه دُعا ذِكر كړې ده، ارشاد دے:
رَبَّنَا لَا تُزِغْ قُلُوْبَنَا بَعْدَ اِذْ هَدَیْتَنَا وَ هَبْ لَنَا مِنْ لَّدُنْكَ رَحْمَةًۚ-اِنَّكَ اَنْتَ الْوَهَّابُ(۸) (پارہ:3،سورۂ آلِ عمران:8)
[مفهوم] ترجمۀ کَنْز الايمان: اے ربه زمونږه، زړونه زمونږه كاږه مه كړې د دې نه وروسته چې تا مونږ ته هدايت راكړے دے او مونږ ته د خپل جانبه رحمت راعطا كړې بے شكه ته ډير وركوونكے ئې.
اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰہ! په رَمَضَانُ المُبارَك كښې زړونه هدايت مومي* د لمُونځ ګزارو او * تلاوت كوونكو شمير زياتيږي * د تراويح * اعتِكاف * صدقه * خيرات * د مسلمانانو سره د خير ښيګړې وغيره قِسما قسم نيكو كښې د نورو مياشتو په نسبَت زياتوالے كيږي، يقينًا دا هدايت دے،