Zoq e Ramzan Barqarar Rakhy

Book Name:Zoq e Ramzan Barqarar Rakhy

هم وئيلے شي، د دې روژو نيولو ډير فضيلت دے، راځئ! دې باره کښې د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم درې فرامين اورو:

     (1) چا چې د رَمَضَانُ المُبارَك روژې اونيولې بيا ئې 6 ورځې په شَوَّال كښې روژې اونيولې نو د ګناهونو نه داسې اووتلو لكه چې نن د مور د خيټې نه پيدا شوے وي.[1]

(2) چا چې د رَمَضَانُ المُبارَك روژې اونيولې بيا ئې د هغې نه پس 6 ورځې په شَوَّال كښې روژې اونيولې نو داسې ده لكه چې زمانه (يعني ټول عمر) ئې روژه كړې وي.[2]

 (3) چا چې د وړوكي اختر نه پس (په شَوَّال يعني وړوكي اختر مياشت) كښې 6 روژې اونيولې نو هغه د ټول کال روژې اونيولې چې څوك يوه نيكي اوكړي نو هغه ته به لس ميلاؤ شي نو د رَمَضَانُ المُبارَك روژه د لسو مياشتو برابر ده او د دې 6 ورځو په بدله كښې دوه مياشتې شوې نو د پوره كال روژې شوې.


 

 



[1]... مجمع الزوائد،کتاب الزکاۃ،باب فیمن صام رمضان ،جلد:3،صفحہ:425،حدیث:5102۔

[2]... مسلم ،کتاب الصیام، باب استحباب  صوم ستۃ ایام…الخ،صفحہ:424،حدیث:1164۔