Book Name:Zoq e Ramzan Barqarar Rakhy
د رمضان المبارک پاتې ساعتونه غنيمت اوګنړئ...!
اے عاشِقانِ رسول! الله پاك دې مونږ ته هم د رَمَضَانُ المُبارَك محبت او د هغې غم را نصيب كړې. د رَمَضَانُ المُبارَك يو څو ورځې پاتې دي، آه! دا مبارك ساعتونه به زر ختم شي، رَمَضَانُ المُبارَك به مونږ ته د جدائې غم راکولو سره رُخصَت شي، ځكه دا مبارك ساعتونه غنيمت اوګنړئ، ښه توبه او اِستِغفار اوكړئ، چې څومره كيدے شي نيكئ اوكړئ چې په ژوند كښې به بيا د رَمَضَانُ المُبارَك مياشت نصيب شي او كه نه، د دې زمونږ سره څه ګارنټي نشته.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
اِمام ابُو القاسِم قُشَيري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليكي: د الله پاك يو نبـي عَلَيْهِ السَّلام په يو لار تيريدو، هغوئي عَلَيْهِ السَّلام په لاره كښې يو وړوكے كانړے اوليدلو، د هغې نه پرله پسې اوبه راوتلې او بهيدلې، د لوئ غر نه د چينې روانيدل يوه عامه خبره ده خو د وړوکي کانړي نه اوبه راوتل او بهيدل د حيرانتيا خبره ده، د الله پاك نبـي عَلَيْهِ السَّلام چې د كانړي نه د اوبو راوتلو دا منظر اوليدلو نو حيرانه شو نو الله پاك هغه كانړي ته د خبرو كولو طاقت وركړو، كانړي