Zoq e Ramzan Barqarar Rakhy

Book Name:Zoq e Ramzan Barqarar Rakhy

       الـلّٰـه! الـلّٰـه! اے عاشِقانِ رسول! اندازه اولګوئ! مار زهرژن ځناور دے، دغه شان زمونږه ژبه هم خطرناك اندام دے، ژبه د 32 غاښونو په څوكئ كښې ساتلے شوې ده، د دې باوُجود دا په قابو كښې نه راځي، كله چې دا زهر را اوباسي نو صرف ځان نه هلاك كوي بلكه بعضې وخت اِيمان ته هم سخت نقصان رسوي.

د يو غلط لفظ نُقصان

       زمونږ خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: انسان (په نيكو كولو) جنَّت ته نِزدې كيږي، تر دې چې د هغه او د جنَّت په مينځ كښې د يو ګز فاصله پاتې شي، بيا هغه بنده په خپله ژبه داسې لفظ ادا كړي چې د هغې په وجه هغه د جنَّت نه لرې كړے شي. [1]

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! تاسو اوليدل! ژبه څومره خطرناك څيز دے، الله پاك دې مونږ ته د ژبے حفاظت را نصيب كړي. د نَفْسِ اَمَّاره د اصلاح د پاره وړومبئ وسله كومه چې ډيره ضروري ده، هغه د خاموشئ خنجر دے، خاموشي اختيار كړئ، د ژبې صحيح استعمال اوكړئ، د وئيلو نه مخكښې د سوچ كولو عادت جوړ كړئ، اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیْم! د نَفْسِ اَمَّاره اصلاح به اوشي او د رَمَضان شوق به مو برقرار پاتې شي.


 

 



[1]...مسند امام احمد،مسند الانصار،جلد:9 ،صفحہ: 469 ،حديث:23843۔