Book Name:Zoq e Ramzan Barqarar Rakhy
واخلئ۔ اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیْم! د دين او دنيا بے شماره برکتونه به درنصيب شي۔ د ذيلي حلقے په دولسو کارونو کښې يو ديني کار مدني قافله هم ده۔ تاسو هم د عاشقان رسول سره مدني قافلو کښې سفر کول خپل معمول جوړ کړئ، د عاشِقانِ رَسُول صُحبت به ميلاؤ شي، عِلمِ دِين زده کول به درنصيب شي، د نيکو کولو او د ګناهونو نه د بچ کيدلو ذِهن به مو جوړ شي او د ټولو نه اهمه خبره دا ده چې د سُنَّتِ انبيائے کرامو عَـلَـيْهِمُ السَّلَام يعني د نيکئ دعوت عام کولو موقع به درنصيب شي۔
د يو اِسلامي ورور د بيان خلاصه ده چې زه د دعوتِ اسلامي دِيني ماحول ته د راتلو نه مخكښې په ګناهونو کښې اخته ووم، شراب څښل، د مور او پلار زړه اَزارَوَل او لـمونځونه قضا کول زما معمول وو، يو ځل زما خورئي [يعني د خور ځوئ] ماته مَدَني قَافِله کښې د سفر کولو دعوت راکړو، ما د لم ليټ نه کار اخستو خو هغه هِمَّت اُونه بائيلو او مسلسل ئې دعوت راکولو، آخر زه يو ځل د مَدَني قافلے مسافر جوړ شوم، د مَدَني قافلے په دوران کښې د نيکئ دعوت او د سُنَّتو ډکو بيانونو اوريدلو موقع په لاس راغله، ورسره ورسره راته د شيخِ طريقت، امِيرِ اَهلِسُنَّت، حضرتِ علّامه مولانا محمد اِلياس عطَّار قادِري رَضَوِي دَامَتْ بَرَکاتُہُمُ الْعَالِیَه د مختلفو رسالو لوستل هُم