Zoq e Ramzan Barqarar Rakhy

Book Name:Zoq e Ramzan Barqarar Rakhy

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د الله پاك په فضل او كرم سره مونږ ته هم د رَمَضَانُ المُبارَك مياشت نصيب شوه، اګرچې په مونږ كښې هيڅوك يقيني طور نه شي وئيلے چې زما مغفرت شوے دے، البته مونږ ته د مغفرت ډيره لويه ذريعه نصيب شوې ده * د رَمَضَانُ المُبارَك هر هر ساعت بركت والا دے * په رَمَضَانُ المُبارَك كښې هره ورځ د روژه ماتي په وخت لس لاكه داسې ګنهګاران بخښلے كيږي په چا چې جَهَنَّم واجب شوے وي * او د جُمُعې په ورځ خو په هر هر ساعت كښې د لس لس لاكه انسانانو بخښنه كيږي. كاش! زمونږه شمير هم په دغه بخښلے شوو خلقو كښې اوشي.

     خير! الله پاك مونږ ته د بخښنې داسې ذريعه را عطا كړې ده، په مونږه باندې لازم دي چې په ژبه هم د هغې شكر ادا كړو او ورسره ورسره عملي طور هم د شكر ادا كولو د پاره د ګناهونو نه ځان بچ کړو، رَمَضَانُ المُبارَك مياشت اوس د يو څو ورځو ميلمنه ده، زر به رخصت شي، اصل د رَمَضَانُ المُبارَك شُكر دا دے چې مونږه د رَمَضَانُ المُبارَك نه پس هم د رَمَضَانُ المُبارَك شوق برقرار اوساتو او د ګناهونو نه ځان بچ كړو او د نيكو نه ډك ژوند تير كړو. کاش! چې د رمضان المبارک په برکت سره ټول کال مونږ ته لمونځونه د تکبیرِ اُولیٰ سره د جمات وړومبي صف کښې د ادا کولو