Book Name:Zoq e Ramzan Barqarar Rakhy
زمونږه دوه غټ دُښمنان دي: (1) شيطان (2) نَفْسِ اَمَّاره. د رَمَضَانُ المُبارَك په مياشت كښې شيطان خو قيد كړے شي، پاتې شو نَفْسِ اَمَّاره نو د دې زور ماتولو د پاره مونږه روژې نيسو، لوږه، تنده راته لګي، د دې باوُجود مونږه خوراك څښاك نه كوو، سحر د پيشمني نه تر ماښام روژه ماتي پورې د نَفْسِ اَمَّاره د خواهشاتو نه ځان بچ ساتو، د دې سره د نَفْسِ اَمَّاره زور ماتيږي او اصلاح ئې كيږي.
معلومه شوه د رَمَضَانُ المُبارَك مقصدونو نه يو اهم مقصد د نَفْسِ اَمَّاره اصلاح ده، ځکه د رَمَضَانُ المُبارَك شوق برقرار ساتلو د پاره ضروري دي چې مونږه د رَمَضَانُ المُبارَك نه پس هم د نَفْسِ اَمَّاره په اصلاح باندې توجه وركړو.
د نَفْسِ اَمَّاره د اِصلاح طريقه
حضرت شيخ فريدُ الدِّين عَطَّار رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: نفس په قابو كښې د راوستلو د پاره د دريو وسلو ضرورت دے: (1) د خاموشئ خنجر (2) د لوږې توره (3) د تنهائې او ګنړې پريښودو نيزه. چې دا درې وسلے وي نو نَفْسِ اَمَّاره قابو کيدے او د هغې اصلاح كيدے شي. [1]