Book Name:Zoq e Ramzan Barqarar Rakhy
حضرت اَنَس بِن مالِك رَضِیَ اللهُ عَنْهُ فرمائي چې زمونږ خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: د بنده اِيمان نه ټيك كيږي ترڅو پورې چې زړه نه وي ټيك شوے او د بنده زړه ټيك كيدے نه شي ترڅو پورې چې د هغه ژبه ټيك شوې نه وي. [1]
ټول تقريباً 18 زره عالَمَه دي، خوب هم يو عالَم دے چې ورته عالَمِ رُؤيا وئيلے كيږي. په عالَمِ رُؤيا (يعني خوب) كښې زمونږ د ژبې نه وتونكي الفاظ د مار په شكل كښې ښودلے كيږي. اِمام اِبنِ سِيرِين رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د عِلمِ تعبير ډىر لوئ اِمام دے، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: كه يو انسان په خوب كښې اووينې چې د هغه د خُلے نه مار اووتلو نو د هغې تعبير دا دے چې د دې بنده د ژبې نه به داسې لفظ اوځي چې د ده د پاره به د هلاكت سبب جوړ شي. [2]