Book Name:Zoq e Ramzan Barqarar Rakhy
زمونږ د خوږ آقا مُحَمَّد مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارك دے: چا چې په ما باندې سحر ماښام 10،10 ځله دُرُودِ پاك اولوستلو هغه ته به په ورځ د قيامت زما شفاعت نصيب شي.[1]
کہیں گے اور نبی اِذْھَبُوْا اِلیٰ غَیْرِیْ مرے حضور کے لَب پر اَنَا لَھَا ہو گا[2]
وضاحت: د قيامت په ورځ چې كله خلق د مختلفو انبيائے كرامو عَلَيْهِمُ السَّلام په خدمت كښې د شفاعت سُوال د پاره حاضر شي نو ټول انبيائے كرام عَلَيْهِمُ السَّلام به دا اوفرمائي: اِذْھَبُوْا اِلیٰ غَیْرِیْ يعني زما نه علاوه بل يو [نبـي] خوا له لاړ شئ! خو چې كله خلق د نبـي كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمتِ اقدس كښې حاضر شي نو خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به اوفرمائي: اَنَا لَھَا يعني د دې كار (يعني شفاعت) د پاره زه يم.
مُحترمو اسلامي ورونړو! ثواب حاصلولو د پاره د بيان اوريدلو نه