Zoq e Ramzan Barqarar Rakhy

Book Name:Zoq e Ramzan Barqarar Rakhy

د رَمَضَانُ المُبارَك د روژو فضيلت، د شپو عبادت او په اخلاص سره د عبادت كوونكو د پاره چې كوم اجر تيار شوے دے، د هغې په باره كښې بيان كولو، د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د بيان د اثر نه داسې لګيدله لکه چې د کوټلو کانړو نه اور ظاهريږي، خو د هغوئي په محفل كښې نه چا حركت اوكړو، نه چا په خپلو ګناهونو باندې پښيمانتيا ښكاره كړه، كله چې هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  د محفل دا حالت اوليدلو نو اوئې فرمائيل: اے خلقو! آىا په خپلو عيبونو باندې خبردار څوك ژړا والا نشته؟ * آيا دا د توبے او بخښنې غوښتلو مياشت نه ده؟ * آيا دا د مُعافـئ او بخښنې مياشت نه ده؟ * آيا په دې مياشت كښې د جنَّت دروازے نه بيرته كيږي؟ * آيا په دې مياشت كښې د دوزخ دروازے نه بنديږي؟ * آيا په دې مياشت كښې شيطانان نه قيد كيږي؟ * آيا په دې مياشت كښې د اِنعام او اِكرام باران نه راوريږي؟ * آيا په دې بركتي مياشت كښې الله پاك تَجَلِّـي نه فرمائي؟ * آيا په دې بركتي مياشت كښې هره شپه د روژه ماتي په وخت لس لكه ګنهګاران د دوزخ نه نه آزاديږي؟  * په تاسو څه شوي دي چې د دې عظيم ثواب نه ځان پخپله محرومه کوئ او د مخَالَفَت په جامه كښې تكَبُّر كوئ (مطلب دا چې عمل نه كوئ او په ګناهونو كښې مصروفه اوسئ) الله پاك ارشاد فرمائي: