Book Name:Data Huzoor Ki Nasihatain

صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې محلے اوسيدونكے وو، په دې نسبت سره هغوئي ته هجويري وائي، * داتا صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نَجِیْبُ الطَّرَفَیْن يعنې حَسَني او حُسَيني سَيِّد دے، * دوئي د شروع نه ډير نيك، پرهيزګار، عبادت ګُزار او د علمِ دِين شوق لرونكے وو، * داتا صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د عِلمِ دِين زده كولو د پاره د عراق، شام، لبنان، آذربائيجان، خُراسان او تُركِستان وغيره ډيرو ملكونو سفر كړے وو، د هغه وخت غټ غټ عُلمائے كرامو او صُوفيائے كرامو نه ئې علمِ دِين حاصل كړو،  * تقريباً د 34 كالو په عمر كښې ئې د خپل پير صاحب شيخ ابو الحسن خُتَّلـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په حكم لاهور ته تشريف راوړو، * دلته ئې د نيكئ دعوت عام كړو، د دِينِ اسلام پيغام ئې خور كړو، خلقو ته ئې د قرآن و سُنَّت تعليم وركړو، د خپل اخلاق و كردار په ذريعه، كله د بيانونو په ذريعه، كله د كرامتونو ښودلو په ذريعه ئې بيشميره كافِران مسلمانان كړل، كوم چې د مخكښې نه مسلمانان وو، هغوئي ئې په سُنَّتو روان کړل، ډىر عالِمَان ئې جوړ كړل، ډير خلق ئې په خپل تربيت كښې اوساتل او د وِلايت اوچتې درجے ته ئې اُورَسَوَل، * تقريباً د 30 كالو په موده كښې داتا صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو اِنقلاب راوستو،  *د راجِح قول مطابق داتا صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په 465 هجرئ كښې د دُنيا نه تشريف يوړلو، * د دوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مزار مبارك په لاهور كښې دے، * د دوئي په نسبت لاهور ته مركزُ الاولياء او داتا نګر هم وئيلے كيږي.[1]

په ازميښت باندې د صبر و شكر اِنعام


 

 



[1]...تفصیل کے لئے دیکھئے: مکتبۃ المدینہ کا رسالہ ”فیضانِ داتا علی ہجویری رَحْمَۃُ اللّٰہِ عَلَیْہِ“۔