Book Name:Data Huzoor Ki Nasihatain

وينې ټوټه صحيح شي نو ټول بدن ټيک شي، وَ اِذَا فَسَدَتْ فَسَدَ الْجَسَدُ کُلُّہٗ او چې کله دا خرابه وي نو پوره بدن خراب شي اَلَا وَ ھِیَ الْقَلْبُ وارئ! هغه زړه دے([1])  

      معلومه شوه چې اصل پاکيزګي د زړه ده، چې زړه پاک شي نو د دې په بَرَكت به د بنده ظاهر هُم صفا شي۔

د زړه د پاکوالي طريقه

      د زړه پاکيزګئ د پاره، د باطني بيمارو نه شفا حاصلولو د پاره او زړه نه د ګناهونو خِيرے لرې کولو د پاره مونږ ته څه کول پکار دي، راځئ چې د داتا صاحب په خدمت کښې حاضر شو او د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه د دې سوال جواب معلوم کړو۔ داتا صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه صرف يو شعر کښې د زړه د پاکيزګئ طريقه اوښودله، فرمائي:

اِنَّ الصَّفَا صِفَۃُ الصِّدْیْق                                                                                                           اِنْ اَرَدْتَّ صُوْفِیًا عَلَی التَّحْقِیْق ([2])

 

 وَضاحَت: صفا زړه کيدل د اسلام د اول خليفه  اَميرُ المُؤمِنِين حضرتِ سَيِّدُنا ابوبكر صِدِّيق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ  صِفَت دے، که رښتينے صُوفي (يعني پاک زړه والا) جوړيدل غواړې نو د هغوئي د سِيرت نه رهنُمائي حاصله کړه۔

په اُمَّت کښې د ټولو نه صفا زړه والا څوک دے؟

      د خپل دې فرمان په وَضاحَت کښې داتا صاحِب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د باطِن يعني د زړه د صفائي د پاره دوه خبرې ضروري دي؛ په دې کښې يوه اصل ده او بله د دې خاخ ده، اصل دا ده چې زړه نه د غيرُ الله محبت مکمل طور وِيستلے شي او خاخ دا دے چې زړه د دُنيا د مَحبَّت نه خالي کړے شي او په اُمَّت کښې چې دا دواړه خبرې د ټولو نه زياتې، پوره او


 

 



[1]...بخاری، باب بدء الخلق ، صفحہ:  824،  حدیث: 3208۔

[2]...کشف المحجوب، صفحہ:54۔