Book Name:Data Huzoor Ki Nasihatain

     دا مُعامَله ئې چې اوليدله نو د حاكم په زړه كښې خيال راغے چې: زما په محل كښې ناڅاپه اور اولګيدو او اوس نه مړ كيږى، كيدے شي دا زما د کومې غلطئ سزا وي، بيا يو دم دا خيال ورغے چې: ما هغه درويش (يعنې داتا صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه) ته تكليف رَسَوَلے دے، كيدے شي چې د دې په وجه زما په محل كښې اور لګيدلے وي. بس چې دا خيال ورغے نو [حاکِم] په تادئ تادئ د داتا صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خدمت كښې حاضر شو او په ډيره عاجزئ ئې د داتا صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه مُعافي اوغوښتله. چې څنګه داتا صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اوفرمائيل: ځه! مُعاف مې كړې. نو هلته فوراً د محل اور مړ شو.  د داتا صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د اژوندے كرامت ئې چې اوليدو نو د لاهور د حاکِم زړه روښانه شو او په هغه ساعت ئې كلمه اووئيله او مسلمان شو. [1]

د سُوال په جواب كښې ئې پورا كتاب اوليكلو

     داتا صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ! زبردست عالِمِ دِين وو او هغوئي د مسلمانانو د خيرخواهئ ډيره زياته جذبه لرله، د هغوئي يو دوست ابُو سَعِيد هجويري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وو: هغوئي يو ځل د داتا صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه يو څو سوالونه اوكړل، مثلاً د صُوفيائے كرامو عقائد څه دي؟ په زړه كښې د الله پاك د محبت پيدا كولو طريقه څه ده، د دې ركاوټونه څه دي؟ وغيره. د خپلو مسلمانانو ورونړو د ديني او علمي مدد كولو په جذبه داتا صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې سوالونو په جواب كښې پورا كتاب کَشْفُ الْمَحْجُوْب اوليكلو او


 

 



[1]...سوانح عمری حضرت داتا گنج بخش، صفحہ:80۔