Book Name:Data Huzoor Ki Nasihatain

کامِلې په کومه هستئ کښې موجودې دي، هغه د اسلام وړومبے خليفه حضرتِ سَيِّدُنا ابوبكر صِدِّيقِ اكبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ  دے۔ ([1])

یقیناً منبعِ خوفِ خُدا صدیق اکبر ہیں            حقیقی عاشِقِ خیر الوریٰ صدیقِ اکبر ہیں

عمر سے بھی وہ افضل ہیں، وہ عثماں سے بھی ہیں اعلیٰ            یقیناً پیشوائے مرتضیٰ صدیقِ اکبر ہیں

     طبیبِ ہر مریضِ لادَوا صدیقِ اکبر ہیں               غریبوں بےکسوں کا آسرا صدیقِ اکبر ہیں ([2])

 

د داتا صاحب د فرمان نور وضاحت

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! هسې خو د زړه د پاکئ يو پوره نصاب دے، امام غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په اِحْيَاءُ الْعُلُوم کښې دا په تفصيل سره بيان کړي دي، داتا صاحِب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هُم په کَشفُ الْمَحْجُوْب کښې زړه نه د ګناهونو پردے لرې کولو طريقے ښودلي دي خو د هغه ټولو تفصيلاتو خلاصه هُم دا دوه څيزونه دي: (1) يو اصل؛ يعني زړه نه د غَيرُ الله (يعني هر هغه څيز چې د الله پاک نه لرې کول کوي، د هغه څيز) مَحبَّت ويستل۔ کوم چې د الله پاک نه لرې کول نه کوي بلکه د الله پاک د قُرب [نزديکت] ذريعه وي مَثَلًا زمونږه خوږ آقا مكِّـى مَدَنـى صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم، اوليائے کرام وغيره نو په داسې ځائے کښې دوئي ته غيرُ الله نه وائي [ځکه چې دوئي سره محبت د الله د مَحبَّت په وجه دے او د دوئي اِطاعت د شريعت د احکامو په دائره کښې دے]۔ او دويم څيز (2) زړه د دُنيا د مَحبَّت نه خالي کول۔ دا د هم هغه وړومبي څيز يو خاخ دے۔

      دا دواړه څيزونه اصل بُنيادونه دي۔ الله پاک زمونږه خوږ آقا، مكِّـى مَدَنـى مُصطَفىٰ صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته حُکم ورکړو:


 

 



[1]...کشف المحجوب ،صفحہ:54۔

[2]...وسائِلِ بخشش، صفحہ:565 و 566۔