Book Name:Data Huzoor Ki Nasihatain

کيدے شي درنګ ساعت له مو وخت پوره شي۔ او په آخرت کښې څومره اوسيدل دي؟ هميشه اوسيدل دي، په آخرت کښې مرګ نشته، هلته د هميشه ژوند دے ۔ پس مونږ له پکار دي چې څومره په دُنيا کښې اوسيدل دي هغه همره کوشش د دُنيا د پاره اوکړو او څومره چې په آخرت کښې اوسيدل دي هغه همره د آخرت د پاره کوشش اوکړو۔ بس هُم دې ته ترجيح وائي۔ نو مونږ له د دې د پاره د خپل ژوند انداز بدلول پکار دي۔

      دلته يوه بله خبره دا هُم د ياد ساتلو وړ ده، هغه دا چې کله مونږه خپل رُخ بدلوو، ذهن بدلوو نو په هره خبره کښې به د الله پاک د رضا حاصلولو نِيَّت کوو نو د هغې تقاضے به هُم پوره کوو، مَثَلًا که مونږه دُکان داري کوو، رش جوړ شو، مصروفه يُو او هلته اذان اُوشو، نو دا زمونږه امتحان دے اوس به معلوميږي چې مونږه دُنيوي لالچ کښې [د جَمعې] لـمونځ پريږدو او که د الله پاک د رضا حاصلولو د پاره دُنيوي لالچ پريږدو او لـمانځه له ځُو، نو که مونږه صرف او صرف د الله پاک د رضا د پاره حلال رزق ګټو نو د دې تقاضه خو دا ده چې مونږه هر څه پريږدو او جُمات ته روان شُو، دا ترجيح ده، مونږ ته په خپلو معاملاتو کښې هُم دا ترجيح نافِذ کول دي نو اِنْ شَــآءالـلّٰـه تعالٰى د دې په بَرَكت به په قلاره قلاره زمونږ د زړه نه د دُنيا مَحبَّت ختم شي۔

دولسو ديني کارونو کښې يو دِيني کار: نيک اعمال

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! قربان شم د شيخِ طريقت اميرِ اَهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکاتُہُمُ الْعَالِیَه د حِکمت، د هغوئي د اعلٰى سوچ، عِلم او مهارت نه چې هغوئي په دې د فساد په دَور کښې د نيک جوړيدلو او ګناهونو نه د بچ کيدلو کومه بے مثاله نُسخه عطا کړي ده يعني 72 نيک اعمال، په دې کښې د ټولو نه وړومبے نيک عمل دا دے چې: آيا نن تاسو د څه نه څه جائزو کارونو نه مخكښې کم از کم يو يو ښه نيت کړے وو؟