Book Name:Data Huzoor Ki Nasihatain

      که مونږ صرف دا يو نيک عمل په استقامت سره اختيار کړو نو اِنْ شَــآءالـلّٰـه تعالٰى د دې په بَرَكت به مو زړه پاک شي، د زړه نه به مو د دُنيا مَحبَّت لرې شي او د الله پاک د رضا حاصلولو ذِهن به مو جوړ شي۔ اوس اندازه اولګوئ چې دا په 72 کښې صرف يو نيک عمل باندې د استقامت بَرَكت دے نو که مونږه پوره 72 نيک اعمال په خپل ژوند کښې نافِذ کولو کښې کامياب شو نو څومره بَرَكتونه به رانصيب کيږي؟

      نِيَّت اوکړئ چې! اِنْ شَــآءالـلّٰـه مونږ به د 72 نيک اعمال والا دِيني کار په خپل ژوند کښې په ځان نافِذ کوو۔ د دې د پاره د 72 نيک اعمال والا رساله د مَكْتَبَةُ الْمَدِينه نه طلب کړئ، دا ځان سره کيږدئ او په يو مقرر وخت باندې د خپلو اعمالو د محاسبه کولو په ذريعه په هغې کښې خانے ډکوئ او د خپل ځائے ذِمَّه دار ته ئې جمع کوئ نو اِنْ شَــآءالـلّٰـه د دِين او دُنيا بيشميره برکتونه به حاصل کړئ۔

      اَلْحَمْدُ لِلّٰه! د دعوتِ اسلامي آئي، ټي ډیپارټمنټ د نیک اَعمال (NaikAmal) موبائل ایپلی کیشن هُم جاری کړے دے، دا ایپلی کیشن ډاؤنلوډ کړئ او د دې په ذريعه روزانه د خپلو اعمالو جائزه اخلئ او په غور و فِکر سره پکښې خانے ډکوئ او خپل ذِمَّه دار ته کارکردګي جمع کوئ۔ دا ايپلي کيشن پخپله هُم ډاؤن لوډ کړئ او نورو ته هُم ترغيب ورکړئ۔ راځئ چې د نيک اعمال اختيارولو يو مَدَني سپرلے واورو:

د ماشوم شوقِ عبادت

      اَلْحَمْدُ لِلّٰه! دعوتِ اسلامي اسپيشل کسانو يعني کنړو او چاړاګانو اِسلامي ورونړو هُم ته د نيکئ دعوت عام کوي، يوه ورځ په کراچئ کښې يو اِسلامي ورور د اشارو په ژبه کښې په خپل بيان کښې اووئيل: چې څوک کثرت سره [يعني ډير] عبادت کوي، نفلونه کوي، الله پاک هغه خوښوي۔ په هغه اِجتِماع کښې يو ماشوم د خپل والد صاحب سره راغلے وو او هغه ماشوم چاړا وو، د مُبَلِّغ اسلامي ورور بيان د هغه په زړه اثر اوکړو، چې کله د بيان