Book Name:Data Huzoor Ki Nasihatain

نظريات خپل كړئ، د هغوئي په تعليماتو عمل اوكړئ، د هغوئي په شان اخلاق اختيار كړئ، د هغوئي په شان خپل كردار جوړ كړئ، د هغوئي د سيرت نه رنړا حاصله كړئ، په ظاهر كښې او باطن كښې هر اعتبار سره هغوئي سره محبت اوكړئ، دا پاك خلق چې د كومې لارې مُسافِر دي، تاسو هم د دغه لارې مُسافِر جوړ شئ، په كوم انداز چې هغوئي ژوند تير كړے دے، تاسو هم د هغوئي نه راهنمائي واخلئ او د هغوئي په شان ژوند تير كړئ.[1]

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                          صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

      اے عاشِقانِ رسول! په دې آيتِ كريمه كښې مونږ ايمان والؤ ته چې كوم حكم شوے دے، نن مونږه په دې باندې عمل كوو او د الله پاك د يو رښتيني بنده، عاشقِ رسول، ولئ كامِل، حضرت سَيِّد علي بِن عُثمان يعنې داتا ګنج بخش علـي هجويري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سيرت او د هغوئي يو څو نصيحتونه د اوريدلو سعادت حاصلوو، الله پاك دِ مونږ ته د اوليائے كرامو رښتينے محبت را عطا كړي او د هغوئي په تعليماتو دِ د عمل کولو توفيق راكړي.

د داتا صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مختصر تَعَارُف

     * داتا صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه تقريباً په 400 هجرئ كښې پيدا شوے وو، *  دوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د افغانستان د علاقے غزني اوسيدونكے دے، د غزني يوه محله هجوير ده، داتا


 

 



[1]...تفصیل کے لئے دیکھئے: تفسیر نعیمی، پارہ:11، سورۂ توبہ، آیت:119، جلد:11، صفحہ:123-128۔