Book Name:Data Huzoor Ki Nasihatain

نه پس د آرام وقفه شوه نو اوليدلے شو چې هغه ماشوم د شپې تقريباً دوه بجے په نفلونو کولو کښې مصروفه دے، هغه نه چا تپوس اوکړو چې دومره د شپې ناوخته نفلونه ولے کوے، نو هغه اُووئيل: زه د الله پاک خوښ بنده جوړيدل غواړم۔ ورستو بيا د هغه ماشوم والد صاحب اُووئيل چې اَلْحَمْدُ لِلّٰه! زما ځوئ په نيک اعمال باندې عمل کوي، پينځه وخته لـمونځ کوي او د ده په بَرَكت د کور ټول کسان لـمونځ ګُزاره جوړ شو۔ سُبْحٰنَ الله

 نوټ: د دعوتِ اسلامي ديني ماحول کښې اوس مَدَني انعامات ته نيک اعمال وائي۔

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                          صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

    خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د بيان په آخره کښې د سُنَّتو فضيلت او يو څو سُنَّتونه او آداب د بيانولو ثواب حاصلووم.  يوه ورځ تاجدارِ رِسالت، شَهَنْشاهِ  نُبُوَّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم درې ځله اِرشاد اوفرمائيلو: ’’زما په نائب دِ د الله پاك رحمت وي، عرض اوكړے شو: حُضُور! ستاسو نائب څوك دے؟ اوئې فرمائيل: زما د سُنَّتو سره محبت كوونکي او نورو ته زده کوونکي. ([1])

سُنّت کے مطابق میں ہر اِک کام کروں کاش!                   تُو    پیکرِ    سُنَّت    مجھے    اللہ   بنا    دے([2])

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                     صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

 په اخستلو کښې په خرڅوونکي قيمت کمول سُنَّتِ مصطفٰى دي

      فرمَانِ مُصطَفٰے صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم: الله پاک دِ په هغه کس رحم اُوفرمائي څوک چې په خرڅولو او اخستلو کښې آساني اوکړي۔[3]  


 

 



[1]...جامع بیانِ عِلْم، بَابُ:عِلْم کے فضائل، جلد: 1صفحہ:201، حدیث:220۔

[2]...وسائل بخشش، صفحہ:118۔

[3]...مسند ابی یعلیٰ، جلد:5، صفحہ:195، حدیث:6824ملتقطاً۔