Book Name:Data Huzoor Ki Nasihatain

اوكړو او هغوئي ته ئې څه جواب ورنكړو، داتا صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: بس د هغه صبر په بركت الله پاك زما مشكل حل كړو.[1] 

    الله پاك دِ د داتا صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په بركت مونږ ته هم د صبر و شكر دولت رانصيب كړي. كاش چې! مونږه هم د حُسنِ اخلاق خاوندان جوړ شو، د خلقو په بد سلوك باندې د غُصَّه كيدلو او بدله اخستلو په ځائے مُعاف كول اختيار كړو. الله پاك دِ مونږ ته د عمل كولو توفيق راعطا كړي. اٰمِین بِجَاہِ خاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

په محل كښې اور اولګيدلو (كرامت)

     داتا ګنج بخش علي هجويري صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې كله لاهور ته تشريف راوړو نو دلته هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه زياته توجه په هُم دې كار وركړه چې: د اسلام تبليغ كول او د الله پاك بندګان د الله پاك په لاره لګول، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه شپه ورځ په ډير شوق او مينه سره دا فرائض ادا كول، چرته به چې موقع په لاس ورتله، د نيكئ دعوت به ئې وركولو، كافرانو ته به ئې د اسلام دعوت وركولو او بےعمله مسلمانانو ته به ئې د نيكو اعمالو ترغيب وركولو، د داتا صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په كوششونو خلق دِينِ اسلام طرف ته مائل شو، كافرو كلمه اووئيله مسلمانان شو، جماتونه آباد شو، خلق به د هغوئى په خدمت كښې حاضريدل او علمِ دِين به ئې زده كولو.

     هغه وخت د لاهور حکمران كافر وو، چې كله هغه ته د دې خبرو خبر اوشو نو سخت غُصَّه شو، هغه فوراً خپلو سپاهيانو ته حكم اوكړو: ډير زر د دې درويش (يعنې داتا


 

 



[1]...کشف المحجوب مترجم، صفحہ:100۔