Book Name:Data Huzoor Ki Nasihatain

      ګويا فرمائي چې: اے انسانه! هر څه ستا د پاره او ته زمونږ د پاره ئې، مخلوق ستا د پاره دے او ته د خالق د پاره ئې۔[1]

جانور پیدا کئے ہیں تیری وفا کے واسطے    چاند سورج اور ستاروں کو ضیا کے واسطے

کھیتیاں سرسبز ہیں تیری غذا کے واسطے          یہ جہاں تیرے لئے ہے اور تُو خُدا کے واسطے

     معلومه شوه چې مونږه د دُنيا د پاره نه يُو جوړ شوي بلکه دُنيا زمونږ د پاره جوړه شوي ده او مونږ د چا د پاره يُو؟ مونږ د الله پکا د پاره پيدا شوي يُو، د هغه د عبادت د پاره، په زړه کښې د الله او د هغه د رَسُول صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د محبت ساتلو د پاره۔ که مونږ د خپلو زړونو نه د دُنيا مَحبَّت اُوباسو، د غيرُ الله محبت د زړه نه فنا کړو نو زړه به مو صفا شي، پاک به شي، په زړه کښې به مو نُورِ اِيماني پيدا شي، د ايمان خوند او خوږوالے به مو نصيب شي۔

د خالق په لوري نظر ساتونکے مالک جوړ شي

      داتا صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: مَنْ نَظَر اِلَی الْخَلْقِ ھَلَكَ وَ مَنْ  نَظَرَ اِلَی الْخَالِقِ مَلَكَ چا چې مخلوق طرف ته اوکتل هغه هلاک شو او چا چې د خالِق په لوري نظر اوساتو، هغه مالِک شو۔ [2]  

د صحابئ رَسُول کَرامَت

      حضرت سَلمان فارسي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ  مشهور صحابئ رَسُول دے۔ يوه ورځ هغوئي چرته روان وو، خپل يو ميلمه هُم ورسره وو، په لاره کښې يو ځائے کښې په يو ځنګل تيريدل هلته هوسئ او مرغئ هُم وے۔ د حضرت سلمان فارسي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ  په زړه کښې راغله چې د


 

 



[1]...مواعِظِ نعیمیہ، صفحہ:58۔

[2]...کشف المحجوب، صفحہ56۔