Book Name:Data Huzoor Ki Nasihatain

پسندئ يعني] خپل ځان ښه ګنړلو كښې اخته نه يم؟ صرف د يو سُوال جواب وركولو داسې ډير جِهتونه وي چې د هغې په باره كښې غور كول ضروري دي خو خلق احتياط نه كوي. د عِلمِ دِين نه ناواقِفه خلق په سوشل ميډيا باندې بحثونه كوي، د قرآن و حديث غلط وضاحتونه كوي، قرآنِ كريم په ناظِره لوستلے نه شي او په دِيني موضوعاتو باندې بحث كوي. څوک چې داسې بےباکي دي، هغوئى له د خُدائے تعالٰى نه ويريدل پكار دي. په حديثِ پاك كښې دي: څوك چې بغىر د علم نه فتوٰى (يعنې د دِيني سُوال جواب) وركوي، په هغه باندې د زمكې او اسمان فرښتے لعنت ليږي. [1]

د ښو ښو نِيَّتونو عادت جوړ كړئ!

     اے عاشِقانِ رسول! اوس دلته په يو بل اعتِبار سره غور اوكړئ! داتا صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو دِيني كتاب ليكل غوښتل، نو د دې نه مخکښې ئې غور اوكړو چې دا كتاب زما د آخرت د پاره بهتر دے او كه نه، لِهٰذا هغوئى استِخاره اوكړه، بيا ئې ښه ښه نِيَّتونه اوكړل، د هغې نه پس ئې كتاب ليكل شروع كړل، اوس مونږه غور اوكړو چې: زمونږه انداز څه وي؟ * زمونږ په زړه كښې چې څنګه د يو کار کولو خيال راشي نو فوراً هغه كار كوو، * دلته خلق اوچت اوچت عمارتونه جوړوي، * د كروړاؤ كاروبارونه شروع کړے شي، * زمونږ د ژوند شل، شل كاله په سكولونو كالجونو كښې تير شي، * په لكونو روپئ خرچ كوو، * په نوكرئ كولو، خپل كاروبار كولو كښې يوه موده تيره کړو، كله مونږه غور كړے دے چې مونږه دا هر څه ولے كوو؟ آيا په دې كښې زمونږه څه


 

 



[1]...جامِع صَغیر، صفحہ:517، حدیث:8491۔