Book Name:Data Huzoor Ki Nasihatain

زړه نه د غيرُ الله د مَحبَّت ويستلو طريقه

       خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! داتا صاحِب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې فرمائيلي دي: مَنْ نَظَرَ اِلَی الْخَالِقِ مَلَکَ يعني چا چې د خالِق په لوري نظر اوساتو، هغه مالِک شو۔

       په دې فرمانِ عاليشان کښې يوه خبره باندې په لږه تَوجُّه سره د پوهيدلو ضرورت دے۔ زمونږ دلته چې کله د دُنيا نه د بے رغبتئ خبره کيږي نو زمونږ په زړونو کښې څه انديښنے پيدا شي، مَثَلًا مونږه په زړه کښې سوچ کوو چې وروره! دُنيا نه بے رغبته کيدل يعني د دُنيا مَحبَّت پريښودل خو د اوليائے کرامو کار دے، زمونږ په شان خلق داسې نه شي کولے، زمونږه بچي دي، مور و پلار مو دي، کاروبار مو دے وغيره وغيره په داسې سوچونو مونږ خپل ځان ته تسلي ورکوو حالانکه د دُنيا پريښودلو تعليم خو قرآنِ کريم ورکړے دے او مونږه د داتا صاحِب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمان واوريدلو چې د زړه نه د دُنيا مَحبَّت ويستلو نه بغير د باطِن صفائي نه شي کيدے۔ لِـهذا مونږ له ضروري دي چې زړه نه د دُنيا محبت اُوباسو۔

      خو آؤ! زمونږ په زړونو کښې چې کومې انديښنے پيدا کيږي، د هغې حل لټول پکار دي۔ دراصل زمونږ په زړونو کښې دا انديښنے د صحيح اسلامي معلوماتو نه لرلو په وجه پيدا کيږي۔ د زړه نه د غيرُ الله د مَحبَّت ويستلو، زړه نه د دُنيا مَحبَّت ويستلو دا مطلب بالکل نه دے چې مونږه کاروبار پريږدو، کار روزګار پريږدو، خپل آل اولاد بے اسره پريږدو او په يو ګوَټ کښې کښينو۔

      زړه نه د دُنيا او د غيرُ الله د مَحبَّت وِيستلو صحيح مطلب دا وي چې: په دُنيا کښې اوسه خو دُنيا زړه ته ننوتلو ته مه پريږده۔ اوګورئ: داتا صاحِب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اُوفرمائيل: : مَنْ نَظَرَ  يعني چا چې نظر اوکړو چا چې اُوکتل۔ دا د اصل نُکتے خبره ده۔ مطلب دا دے چې د خپلې توجه مرکز د الله پاک رضا جوړول دي۔ مونږ که قرآنِ کريم اولوَلو، ځان پرې پوهه