Book Name:Data Huzoor Ki Nasihatain

كښې شميرلے كيږي، او مونږ به د ژوند اكثره حِصَّه په نيكو كښې تيرولو کښې كامياب شو.

    بيا چې کله مونږه غټ غټ او اهم كارونه كوو، نو د هغې نه مخكښې د اِستِخاره  كولو عادت هُم جوړول پکار دي، صحابۀ كرام عَلَيْهِمُ الرِّضْوان فرمائي: زمونږ خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به مونږ ته د استِخارے تعليم داسې راكولو څنګه به ئې چې راته قرآنِ كريم زده كولو.

     په بهارِ شريعت، حِصَّه 4 صفحه 68 کښې د استِخارے طريقه ليك ده، د دې دُعا هم ليك ده، د هغې نه ئې اولولئ او ياده ئې كړئ. اَلْحَمْدُ لِلّٰه دعوتِ اسلامي هم مونږ ته د استِخارے سهولت راكوي، دا نمبر اوليكئ: 34858711- 021 په دې نمبر باندې فون اوكړئ او لاس په لاس استِخاره اوكړئ.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                       صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د زړه پاکيزګي نهايت ضروري ده

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! راځئ چې د داتا صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير ښکلي کتاب ”کَشفُ المَحجُوب‘‘ نه د عِلم او حکمت يو څو ملغلرې د حاصلولو کوشش اوکړو خو د دې نه مخكښې يو حديث شريف واورئ! زمونږه خوږ آقا مكِّـى مَدَنـى مُصطَفىٰ صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد فرمائي: اَلَا واورئ!  اِنَّ فِی الْجَسَدِ مُضْغَۃً بيشکه په بدن کښې د وِينې يو پرَم دے [يعني د ټينګې وِينې يوه ټُکړه ده]، اِذَا صَلَحَتْ صَلَحَ الْجَسَدُ کُلُّہٗ چې کله دا د ټينګې