Book Name:Data Huzoor Ki Nasihatain

(1) اوَّل هغوئي استخاره اوكړه (2) بيا چې كله په استخاره كښې دا اشاره ميلاو شوه چې كتاب ليكل بهتر دي نو هغوئي ښه ښه نِيَّتونه اوكړل، او بيا ئې كتاب ليكل شروع كړو.

ديني سوالونو جواب وركولو كښې احتياط كوئ!

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! غور اوكړئ! داتا صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه سُوالونه اوكړے شو، هغوئي عالِمِ دين هم وو، د هغه سُوالونو جوابونه ورته مكمل معلوم هم وو خو د دې باوُجود هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د هغې جوابونه فوراً په تادئ اُونه ليكل، بلکه هغوئي احتياط اوكړو، اَوَّل ئې استخاره اوكړه، بيا ئې ښه ښه نِيَّتونه اوكړل، او د هغې نه پس ئې د سُوالونو جوابونه يعنې کَشْفُ الْمَحْجُوْب اوليكلو.

      اوس مونږه غور اوكړو چې زمونږ څه حال دے؟ زمونږ  نه كه څوك يو سوال اوكړي نو مونږ ته که د هغې جواب معلوم وي او که نه فوراً مو چې څه په دماغو کښې راشي هغه جواب ورکړو، بلكه بعضې وخت خو تپوس زمونږ نه هډو شوے نه وي، بس د خبرې آواز واورو او په مُفتو كښې مُفتـي جوړ شو او جواب وركول شروع کړو. * د سوال تپوس كوونكي مقصد څه دے؟ * د سوال دُرُست مطلب څه دے؟ * په قرآنِ كريم كښې د دې سوال په باره كښې څه احكام دي؟ * په احاديثو كښې د دې په باره كښې څه ارشادات دي؟ * علمائے كرام د دې په باره كښې څه فرمائي؟ * بيا زه جواب وركووم،  زما د زړه حال څه دے؟ * چرته د دې په جواب وركولو كښې زما نَفس خو شامِل نه دے؟ * په جواب وركولو كښې زما نِيَّت د الله پاك د رضا دے او که نه؟ * چرته زه خو په رياكارئ كښې اخته نه يم؟ * چرته زه خو په [خود