Book Name:Data Huzoor Ki Nasihatain

دغسې ئې د هغوئي مشكل اسان كړو او د راروانو مسلمانانو د پاره ئې هم د علم و حكمت بهترينه ذخيره جمع كړه.

د کَشْفُ الْمَحْجُوْب تَعَارُف

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! * کَشْفُ الْمَحْجُوْب داسې زبردست كتاب دے چې لويو لويو صوفيائے كرامو به دا كتاب باقاعده لوستلو او خپلو شاګردانو ته به ئې هم لوستلو* د کَشْف معنٰى ده: ښکاره كول او د مَحْجُوْب مطلب دے: په پرده كښې ساتلے څيز. د ګناهونو په وجه چې زړه خِيرے اُونِيسي، صوفيائے كرام هغې ته حِجاب وائي، نو دغسې به د کَشْفُ الْمَحْجُوْب مطلب شي: د زړه پردے لرې كوونكے كتاب. * خواجه نِظامُ الدِّىن اولياء رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به فرمائيل: چا ته چې پيرِ كامِل نه ميلاويږي، هغه دِ  کَشْفُ الْمَحْجُوْب اولولي، پيرِ كامِل به ورته ميلاؤ شي.[1]

داتا صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه او ښه ښه نِيَّتونه

    اے عاشِقانِ رسول! د بُزُرګانِ دِين هر کار ښكلے وي، د هغوئي په مبارك انداز كښې زمونږ د پاره د علم و حكمت بيشميره مدني ګلونه وي. چې كله داتا صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  کَشْفُ الْمَحْجُوْب شريف اوليكلو نو د دې عظيم كتاب د ليكلو چې د هغوئي كوم انداز وو، په هغې كښې هُم زمونږ د پاره بهترين سبق دے، پخپله د داتا صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د بيان مطابق د کَشْفُ الْمَحْجُوْب شريف ليكلو نه مخكښې هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دوه اهم كارونه اوکړل:


 

 



[1]...فیضانِ داتا علی ہجویری، صفحہ:58۔