Book Name:Data Huzoor Ki Nasihatain

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوا اتَّقُوا اللّٰهَ وَ كُوْنُوْا مَعَ الصّٰدِقِیْنَ(۱۱۹)  (پارہ11،سورۀ توبه:119)

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : اے اِيمان والؤ!  د الله نه اُويَريږئ او د رښتينو سره اوسئ.

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! په دې آيتَ مباركه كښې الله پاك مونږ اِيمان والؤ ته دوه حكمونه راكړي دي: (1) اے اِيمان والؤ! د الله پاك نه اُويَريږئ. (2) او د رښتينو سره اوسئ. مُفسّرِ قرآن، حضرت مفتی احمد یار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې د دې آيت كوم تفسير بيان كړے دے، د هغې مطابق په دې آيت كښې صٰدِقِیۡنَ  (يعنې رښتينو) نه درې قسمه خلق مراد دي: (1) صحابۀ كرام (2) عاشقانِ رسول عُلمائے كرام او (3) اوليائے كرام. نو د آيت معنٰى به دا شي چې: اے اِيمان والؤ! د صحابۀ كرامو، علمائے كرامو او د الله د وليانو سره اوسئ.

     بيا په دې ځائے كښې يوه بله خبره قابِلِ غور ده، هغه دا ده چې هغوئي سره د اوسيدلو نه څه مراد دے؟ عام طور د چا سره د اوسيدلو دوه مطلبونه وي: (1) جسماني طور يو ځائے اوسيدل، او (2) د زړه نه ورسره يو ځائے اوسيدل. يقيناً که جسماني طور د صحابۀ كرامو عَلَيْهِمُ الرِّضْوان قرب حاصل شي او د عاشقانِ رسول عُلمائے كرام او د اوليائےكرامو صحبت نصيب شي نو بيشكه دا ډير لوئي سعادت دے خو په آيتِ كريمه كښې صرف جسماني طور يو ځائے اوسيدل مراد نه دي بلكه د دې نه مراد: د زړه نه صحابۀ كرامو، علمائے كرامو او اوليائےكرامو سره اوسيدل دي. مقصد دا دے چې اے مومِنانو! د صحابۀ كرامو، علمائے كرامو او اوليائےكرامو سره د زړه مينه ساتئ، كومې عقيدے چې د هغوئي دي، هُم هغه عقيدے اختيار كړئ، د هغوئي چې كوم نظريات دي، هغه