Book Name:Ala Hazrat Ka Andaz e Safar

حكم د مقصد د حكم سره پيوست دے، د حرام كار د پاره سفر كول حرام دي، د فرض كار د پاره سفر كول فرض دي، د سُنَّت كار د پاره سفر كول سُنَّت دي. د غلا ډاكه كولو د پاره سفر كول حرام دي، د فرض حج كولو د پاره سفر كول فرض دي، د قبرونو د زيارت كولو د پاره سفر كول سُنَّت دي چې حُضُورِ اكرَم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مدينې منورې نه مقامِ اَبْوَا ته د خپلې مور صاحبې (حضرت آمنه رَضِیَ الله عَنْها) قبر مبارك ته تشريف وړے وو.

     مفتـى صاحب نور فرمائي: د الله پاك قَهَر ليدلو د پاره، د هغه ويره په زړه كښې پيدا كولو د پاره د عذاب ځايونو ته (مثلاً كوم ځائ چې د كافرو وران شوو كورونو نښې دي، هلته د عبرت د پاره) په سفر تلل بِهتر دي، دغه شان د ربّ رحمت ليدلو، د هغه سره [د رحمت] اُمِّيد ساتلو په غرض د بُزُرګانِ دين او مقبول بندګانو په خدمت كښې حاضريدل هم بِهتر دي چې هلته د حاضرئ سره په اِيمان كښې قُوَّت، او د الله پاك د اطاعت شوق پيدا كيږي. ([1])

د صُوفياء په نِزد مُعتبر سفر

     دلته دا خيال لرئ چې ډير خلق صرف د سيل د پاره ښكلي ښارونو، د سيل ځايونو وغيره طرف ته سفر كوي، دا سفر هم سفر دے، كه شرائط اوموندلے شي نو په داسې سفر كښې به هم قصر لمُونځ ادا كيږي، مثلاً كه يو كس صرف د سيل د پاره 92


 

 



[1]...تفسیر نعیمی ، پارہ : 20 ، العنکبوت ، تحت الآیۃ : 20 ، جلد : 7 ، صفحہ : 250۔