Book Name:Ala Hazrat Ka Andaz e Safar

       الله پاك دِ مونږ ته هم د اوراد و وظائف په پابندئ سره د لوستلو او نيكو باندې داسې ثابت قدمي را نصيب كړي.   

د سفر په دوران كښې مسنون دُعاګانے لوستل

      د سفر په دوران كښې د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو خاص معمول دا هم وو چې سفر او د سفر په دوران كښې كومے دُعاګانې په احاديثو كښې بيان شوي دي، اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به په پابندئ او په كثرت سره هغه دُعاګانې لوستلې او د دې سره سره يوه خاص خبره داهم وه چې هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به په دې دُعاګانو پوخ يقين هم لرلو.

     اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وړومبي ځل د خپل والد صاحب سره حج له تلے وو، هغه وخت د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه عمر 22 كاله او يو څو مياشتې وو، دا سفر د سمندري جاز په ذريعه وو، په بيرته راتلو باندې په سمندر كښې درې ورځو پورې سخت طوفان جاري وو، دومره سخت طوفان چې د خلقو اُمِّيد ختم شو او كفنونه ئې واغوستل، اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: دغه وخت چې كله ما د خپلې مور پريشاني اوليدله، د هغوئي د تَسَلَّـئ د پاره زما د ژبې نه اووتل: تاسو اطمينان ساتئ، قَسَم په خدائ! دا جاز به نه ډوبيږي.

     اوس لږ د صورتِ حال خيال جوړ كړئ او غور اوكړئ! يو طرف ته دا حالت دے چې د خلقو اُمِّيد ختم شوے دے او كفنونه ئې اغوستي دي او بل طرف ته اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دے چې د قَسَم په خوړولو فرمائي چې دا جاز به نه ډوبيږي، دا قَسَم اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ولے خوړلے وو، د دې وضاحت كوي، فرمائي: دا قَسَم ما د دې